د حزب اسلامي اړوند «ډیلي شهادت» وایي، طالبانو له واکمنېدو وروسته د ګلبدین حکمتیار پر وړاندې سیاسي او ټولنیز محدودیتونه لګولي او د سولې د رسمي تړون حقوق یې تر پښو لاندې کړی دی.
د راپور له مخې، د ایمان جومات له ځانمرګي برید وروسته طالبانو د پېښې د عاملینو پر ځای د حزب اسلامي اړوند بنسټونه لکه د ایمان جومات، بریا ټلوېزیون، ایمان روغتون او اسلامي پوهنتون وتړل او پر حکمتیار یې د لیدنو کتنو او سیاسي فعالیتونه بند کړل.
ډیلي شهادت زیاتوي، هغه کور چې د سولې تړون له مخې د قانوني حق په توګه حکمتیار ته ورکړل شوی و، طالبانو ترې واخیست.
راپور همداراز وایي، حکمتیار د ناروغۍ پر مهال له سیاسي فشارونو او سفر محدودیتونو سره مخ و، خو د درملنې لپاره مالېزیا ته تر تګ وروسته هلته ورته لوړ رسمي درناوی وشو.
یاده رسنۍ دا چلند د سیاسي استبداد، د تړونونو د سپکاوي او د ملي شخصیتونو پر وړاندې د ناوړه چلند بېلګه بولي.

