د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د یو تن د جنازې په مراسمو کې ویلي، «اسلامي امارت» به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او ټینګار یې کړی چې دوی په پاکستان کې هم د امنیت غوښتونکي ده.
ښاغلي حقاني پاکستان «مسلمان او ورور ګاونډی» بللی او ویلي چې د «اسلامي امارت» نیت د ستونزو جوړول نه، بلکې د سیمې ثبات دی.
نوموړي زیاته کړې، پاتې شخړې باید د جرګو او خبرو اترو له لارې حل شي، نه د زور له لارې.
حقاني دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې پاکستان ادعا کوې چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال په برمل ولسوالۍ کې حضور لري او همدلته د پاکستان دننه د بریدونو طرحې جوړوي.

