د استرالیا چارواکو وروسته له هغې چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه څلور د شارک بریدونه پر خلکو ثبت شول د سېشنبې په ورځ د هېواد د ختیځ په سواحلو کې لسګونه ساحلونه وتړل.
د نیو ساوت ولز ایالت اړوند، د پورټ مککواري شاوخوا ساحلونه هغه مهال وتړل شول، چې یو سړی د لامبو پر مهال د شارک له لوري وداړل شو.
روغتیايي چارواکو ویلي، دغه کس لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې باثباته دی.
د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یو ۱۰ کلن هلک هم د څپېسواري پر مهال د شارک له برید سره مخ شو.
شارک هغه له تختې اوبو ته وغورځاوه او د څپو د تختې یوه برخه یې وداړله، خو ماشوم پرته له ټپي کېدو وتوانېد ځان وژغوري.
چارواکي وایي، درانه ورښتونه او د سمندر د اوبو خړوالی د دې لامل شوي، چې شارکونه ساحلونو ته نږدې شي او د بریدونو خطر زیات کړي.
د څپو د ژغورنې د ځواکونو اجرایي مشر سټیون پیرس رویټرز ته ویلي: «که خلک د لامبو نیت لري، غوره ده استخر ته ولاړ شي، ځکه دا مهال ساحلونه خوندي نه دي.»
د استرالیا اړوندو ادارو له خلکو غوښتي، تر بلې خبرتیا پورې دې له تړل شویو ساحلونو لرې پاتې شي او د خوندیتوب سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

