د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم داووس غونډې ته د هغه د بلنې لغوه کېدل د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړکوونکو د سیاسي فشارونو له امله ترسره شوي دي.
عباس عراقچي دا څرګندونې د ټولنیزې شبکې ایکس په خپل رسمي حساب کې کړي دي
نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې ولې د داووس غونډې تنظیموونکو د اسرائیلي چارواکو بلنې نه دي لغوه کړي؛ خو د ایران د یوه لوړپوړي چارواکي بلنه یې لغوه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دا چلند یو ښکاره دوهګونی معیار دی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول پرېکړې د غونډې د تنظیموونکو د اخلاقي زوال او فکري وروستهوالي څرګنده نښه ده.
عراقچي ویلي، چې داووس غونډه چې ځان د نړیوالو بحثونو او د نظر د تبادلې لپاره یو بېطرفه فورم بولي، باید د سیاسي فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي او له ټولو هېوادونو سره یو شان چلند وکړي.
د یادونې وړ ده چې داووس غونډه هر کال د نړۍ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مشرانو په ګډون جوړېږي او د نړیوالو مهمو موضوعاتو په اړه پکې بحث کېږي.

