د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې په اړه ویلي چې اړوندې ادارې د موضوع د روښانولو لپاره پراخې پلټنې کوي.
مجاهد ویلي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د نشهيي توکو د قاچاق یوې ډلې د پولې له لارې د موادو د انتقال هڅه کوله او له تاجک سرحدي ساتونکو سره مخامخ شوه.
د هغه په وینا، د پېښې ټول اړخونه تر ارزونې لاندې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرحدونه به د ناقانونه فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او حکومت ژمن دی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې امنیت او ثبات خوندي وساتي.

