د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف وروستي سراسري اعتراضونه «فتنه» بللې او ویلي یې دي چې دا د اسرائیل لهخوا پر ایران د «۱۲ ورځنۍ جګړې» دوام او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لاسوهنه رامنځته شوي دي.
نوموړي دغه اعتراضونه «داعشډوله ترهګري» بللې، خو پر معترضانو د وسلوال کېدو حکومتي ادعاوې تر اوسه د خپرو شویو شواهدو لهخوا نه دي تأیید شوې.
قالیباف زیاته کړې چې علي خامنهای د معترضانو او «ورانکارو» ترمنځ کرښه روښانه کړې او ویلي یې دي چې پارلمان د اقتصادي بحران په تړاو یوه غیرعلني غونډه هم کړې ده.

