د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان هنرمندې او د «دفاع» بنسټ بنسټاېښودونکې اریانا سعید لیک ته په خپل ځواب کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ اساسي تګلارې روښانه کړې دي؛ خو د افغانستان د ښځو د خراب بشري وضعیت په اړه یې څرګنده دریځ نه دی نیولی.
ټرمپ په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ واک به یوازې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو او د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره کاروي.
هغه لیکلي: «زه ژمن یم چې د امریکا لپاره د امنیت، سوکالۍ او سولې یو نوی زرین پړاو رامنځته کړم.»
که څه هم اریانا سعید او د هغې بنسټ په خپل لیک کې د افغانستان د ښځو پر حقونو، محدودیتونو او روانو ستونزو تمرکز کړی و؛ خو د ټرمپ په ځواب کې د دغو اندېښنو په تړاو کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.
د «دفاع» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لیک یې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې سپینې ماڼۍ ته استولی و، تر څو د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا پاملرنه راجلب کړي.
د بنسټ په وینا، د یاد لیک رسمي ځواب تازه ترلاسه شوی دی.

