د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشال له لارې د امریکا د سیاسي شنونکي مارک تیسن یوه وینا شریکه کړې ده.
مارک تیسن دا څرګندونې د فاکسنیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.
تیسن ویلي دي: «زه وړاندوینه کوم چې ټرمپ به د خپلې دندې له پرېښودو مخکې، یو ازاد ایران، یو ازاد هاوانا او یو ازاد کاراکاس ته سفر وکړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټرمپ تل د ایران، کیوبا او وینزویلا پر حکومتونو سختې نیوکې کړې دي او د دغو هېوادونو د سیاسي بدلون ملاتړ یې کړی دی.

