د نړیوال انټرنټ د څار بنسټ NetBlocks په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ایران کې د عام انټرنټ خدمتونه لا هم د بندیز تر سخت اغېز لاندې دي او دا وضعیت تر اوسه د ۲۳۸ ساعتونو لپاره دوام لري.
خو د نټبلاکس د ترافیکي معلوماتو له مخې، په عین حال کې د ځینو انلاین خدمتونو کارونه یو ځل بیا تر سترګو کېږي.
دغه بنسټ وايي چې د ګوګل په ګډون یو شمېر نړیوالو پلېټفارمونو ته محدود او سخت فلټر شوی لاسرسی بېرته فعال شوی، چې دا موضوع د کاروونکو له راپورونو سره هم سمون لري.
راپور زیاتوي چې دا بېرتهراګرځېدلی لاسرسی بشپړ نه دی، بلکې د حکومت تر سخت کنټرول لاندې دی، او ښيي چې چارواکو د انټرنټ عمومي بندیز پر ځای د انتخابي او فلټر شوي انټرنټ تګلاره غوره کړې ده.

