ایبيسي نیوز د څو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده پنتاګون په نږدې ورځو کې منځني ختیځ ته نور پوځي تجهیزات واستوي، چې ښايي د «ابراهام لینکن» الوتکوړونکې بېړۍ ضربتي ډله هم پکې شامله وي.
د راپور له مخې، په دغو تجهیزاتو کې به د الوتکوړونکې بېړۍ یوه بشپړه ډله له توغندويي رزمناوونو او ناوشکنونو سره، د هوايي ځواک جنګي اسکادرانونه، او پر ځمکه ځای پر ځای کېدونکي د هوايي دفاع سیستمونه شامل وي.
ایبيسي نیوز د یوه باخبره سرچینې له قوله لیکلي، چې په همدې اوونۍ کې ټرمپ ته ویل شوي هر ډول پوځي برید پر ایران ډېر خطرناک کېدای شي او د سیمې د امریکایي ځواکونو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

