شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهفاطمه مهاجراني:ایران کې انټرنېټ تر ۱۴۰۵کال نوروز پورې نه فعالیږي

فاطمه مهاجراني:ایران کې انټرنېټ تر ۱۴۰۵کال نوروز پورې نه فعالیږي

د ایران‌وایر د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت په عملي ډول د نړیوال انټرنېټ اوږدمهاله بندیز ته تیاری نیولی.

د راپور له مخې د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني رسنیزو فعالانو ته ویلي چې نړیوال انټرنېټ به لږ تر لږه د ۱۴۰۵ کال تر نوروز پورې د خلکو لپاره نه وي فعال.

د راپور له مخې، مهاجراني ټینګار کړی چې تر هغه چې د ۱۴۰۴ کال د سراسري اعتراضاتو د وژل شویو کسانو د څلوېښتمې ورځې مراسم پای ته ونه رسېږي، د انټرنېټ د بېرته وصل کېدو هېڅ رسمي پلان نشته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here