شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهایراني سیاستوال:د ایران پخوانی ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر...

ایراني سیاستوال:د ایران پخوانی ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نېول شوي

د «جدال فارسي» په نوم پروګرام کې د ګډون پر مهال دوه ایراني مېلمنو ادعا کړې چې پخوانی ولسمشر حسن روحاني او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف څو ورځې وړاندې نیول شوي دي.

د راپور له مخې،ابوالقاسم جراره، چې د ایران د پارلمان غړی دی، او میثم نادي، چې یو مخکښ سیاستوال بلل کېږي، ویلي دي چې روحاني او ظریف د ایراني چارواکو له لوري تر توقیف لاندې راوستل شوي دي.

تر اوسه پورې د ایران د حکومت له خوا په رسمي ډول د دغې ادعا پخلی یا رد نه دی شوی، او نه هم باوري دولتي یا نړیوالو رسنیو دا خبر تایید کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here