د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت، ویلي چې دا مهال د ایران لوړپوړي چارواکي د هېواد شتمنۍ بهر ته قاچاق کوي او له نظام څخه د تېښتې په حال کې دي.
بسنت په یوه مرکه کې وایي: «موږ وینو چې اوس موږکان له بېړۍ وځي؛ ځکه لسګونه میلیونه ډالر د رژیم د مشرانو لهخوا بهر ته انتقالېږي.»
نوموړي زیاته کړه، دا پیسې د نړۍ بېلابېلو بانکونو او مالي بنسټونو ته ننوځي، خو د امریکا د خزانې وزارت یې د بانکي سیستم او ډیجیټلي شتمنیو له لارې په دقیق ډول څاري.
د بسنت په وینا، واشنګټن د ایران د تېلو پر صادراتو د «اعظمي فشار» کمپاین پلي کړی، څو د رژیم مالي سرچینې پرې کړي، او یوازې په تېره یوه میاشت کې د ایران مالي جوړښت له بشپړې نړېدنې سره مخ شوی دی.

