د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایراني چارواکو هغه ته ډاډ ورکړی چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پر ضد د وژنو لړۍ درېدلې او دا مهال د نیول شویو کسانو د اعدام لپاره کوم رسمي پلان نشته.
نوموړي ویلي، واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري او که چیرې د اعتراض کوونکو پر ضد اعدامونه ترسره شي، امریکا به پرې جدي غبرګون وښيي.
بلخوا، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې سره له دې ډاډګیرنو، بیا هم د ایران قضايي بنسټونه د چټکو محاکمو احتمال نه ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز د لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د امریکا نظامي مداخله په ایران کې امکان لري په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شي.

