امریکايي محافظهکار خبریال او شنونکی مارک لوین، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د مشورتي پلاوي پخوانی غړی هم دی، پر ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي چې د ایران حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ دی او پر وړاندې یې قاطع پوځي بریدونه کولای شي پوځ د علي خامنهای او اسلامي حکومت له ملاتړه لاس واخلي.
لوین ویلي چې د اقدام وخت همدا اوس دی او خبرداری یې ورکړی: «که هېڅ اقدام ونه شي، وضعیت به لا پسې خراب شي.»
په همدې حال کې، واشنګټنپست د دوو اروپایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي د ایران دننه د احتمالي هدفونو په اړه معلومات شریک کړي.
د راپور له مخې، ښايي هغه چارواکي او ځواکونه په نښه شي چې د معترضانو په ځپلو او وژنو کې ښکېل دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران معترضانو ته په خطاب کې ویلي:«ایراني وطنپالو، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړئ، مرسته په لاره ده.»

