د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني پوځي مرستیال مارک کیمیت له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ د ادارې احتمالي پوځي اقدام به ښايي د ایران د امنیتي قومندانانو، په ځانګړي ډول د بسیج او سپاه پاسداران د مشرانو پر ضد ترسره شي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تهران به د امریکا پر ګټو او پوځي اډو مخکینی برید وکړي، وویل: «حکومت ښايي ناپوخته پرېکړې وکړي، خو ځانوژنه نه غواړي.»
کیمیت خبرداری ورکړی چې که ایران د فارس خلیج کې د امریکا پر شتمنیو یا په ګاونډیو هېوادونو کې پر امریکايي ځواکونو برید پیل کړي؛ نو دا به داسې سخت غبرګون ولري چې ایرانیانو تر اوسه نه وي لیدلی.

