د ایران د پخواني پاچا زوی شاهزاده رضا پهلوي له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران د ملي پاڅون د لومړنیو شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲ زره کسان وژل شوي دي.
هغه ادعا کړې چې د وژل شویو کسانو جسدونه د بلدوزرونو په وسیله ټولېږي او د پاتې شونو د سپارلو پر مهال له کورنیو څخه د مرمۍ بیه اخیستل کېږي.
د هغه په وینا: «هغه څه چې روان دي، له کرکې ډک دي.»
رضا پهلوي ویلي چې د ایران حکومت د معترضانو د عام وژنې امر کړی او خلک لا ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې بهرنی ملاتړ د هېواد پر ضد تېری نه دی، بلکې د یوه ملت مرسته ده څو ځان آزاد کړي.
هغه د ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران د خلکو د ملاتړ ژمنه د معترضانو لپاره هیلهبخښونکې بللې او ویلي چې خلک د دې ژمنې د عملي کېدو تمه لري.
رضا پهلوي خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت د خپل ولس پر ضد جګړه پیل کړې او پرته له دې چې ازاد هېوادونه ملاتړ وکړي، د خلکو ازادي ناشونې ده.
هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت ۴۷ کاله زموږ ولس ځپلی دی او اوس یې وخت دی چې نور ددې ځپل کیدو څخه ځان خلاص کړو.

