د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي، چې ایراني مینهوال دې مظاهرو ته دوام ورکړي او خپل دولتي بنسټونه دې تر کنټرول لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړې چې لاریونوال باید د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه جاري وساتي، د خپلو وژل شویو همسنګره لاریونوالو نومونه دې خوندي وساتي، چې د ایراني رژیم لخوا په بې رحمانه ډول وژل شوي، څو قاتلان یې د درنې بیې ورکړې لپاره اماده شي.
ټرمپ همدارنګه ویلي، تر هغه به د ایران له چارواکو سره ټولې ناستې لغوه وي ترڅو د مظاهرهچیانو وژنو ته د پای ټکی کېښودل شوی نه وي.
هغه په ټویټ کې ټینګار کړی: «مرسته په لاره ده.»

