په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د سندھ ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د کوڅهډبو او لیونیو سپیانو د بریدونو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۹ زره کسان د سپیانو له خوا داړل شوي، چې له ډلې یې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي.
روغتیايي چارواکي وایي، ډېری قربانیان پر وخت واکسین او درملنې ته لاسرسی نه درلود.
له بلې خوا، ځایي محکمې د وضعیت د جدي والي له امله حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په عاجل ډول د لیونیو سپیانو د واکسین او کنټرول منظم پروګرام پیل کړي.

