د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشال کې اعلان کړی چې له دې وروسته هر هغه هېواد چې ایران سره سوداګري کوي، د متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په ټولو برخو کې به پرې ۲۵٪ تعرفه وضع شي.
ټرمپ په خپل پیغام کې دا اقدام «وروستی او حتمي» بللی او ټینګار یې کړی چې متحده ایالاتو ته د سوداګرۍ قوانین باید دقیق عملي شي.
دا اعلان د واشنګټن او تهران ترمنځ د اقتصادي فشارونو په چوکاټ کې ترسره شوی، چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه ییزو کړکیچونو له امله د امریکا لخوا د محدودیتونو د سختولو یوه برخه ګڼل کېږي.

