شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهولادیمیر زلنسکي:د ایراني رژیم لخوا یواځې د دې هیواد خلک په اور...

ولادیمیر زلنسکي:د ایراني رژیم لخوا یواځې د دې هیواد خلک په اور کې نه دي بلکې اوکراین هم ترې ښه ورځ نه ده لیدلې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي؛ له پراخو اعتراضونو نیولې تر ولسي پاڅون پورې یوازې د ایران کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د یو ستر بدلون‌ پیغام لري.

زلنسکي ټینګار کړی چې د ایران اوسنی وضعیت دا څرګندوي چې د تهران رژیم، چې د روسیې نږدې متحد بلل کېږي، نور د پخوا په څېر پیاوړی نه دی او دا به د مسکو لپاره هم کارونه لا سخت کړي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه په یوه فارسي خبرپاڼه کې ویلي، د نړۍ عادي خلک په رښتیا غواړي چې د ایران ولس وکولای شي له داسې رژیم څخه ځان خلاص کړي چې نه یوازې خپل ملت، بلکې اوکراین او نور هېوادونه یې هم له زیانونو سره مخ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر دا مهال «د بدلون تاریخي فرصت» وباله او له نړیوالې ټولنې، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې دا شېبه له لاسه ورنه کړي او د ایران د خلکو ملاتړ وکړي، څو هغه کسان چې د اوسني بحران مسوول دي، له واکه لیرې شي.

زلنسکي لیکلي: «هر څه بدلېدای شي، که نړۍ پر وخت او په ګډه اقدام وکړي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here