د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې سږکال د بلخ ولایت تولید شوي له دوه ټنو ډېر طبیعي شات د کورني تولید د ملاتړ په موخه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه شات ترکیې، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او یو شمېر عربي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وايي، دا مهال په افغانستان کې له درې زرو ډېر کسان د شاتو مچیو په پالنه بوخت دي، او د دغه سکتور د لا ودې لپاره د هڅو دوام ته اړتیا ده.

