اروپایي پارلمان کې د آلمان استازې هانا نویمان ویلي، چې د ایران ټول سفیران او استازي دې له اروپایي اتحادیې څخه وباسي او په دې یې تاکید کړی چې د ایران له حکومت سره د هېڅ ډول دیپلوماتیکو اړیکو عادي کول باید ونه وشي.
هانا نویمان په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د هغه حکومتي ځواک سره د ډیپلوماتیکو اړیکو عادي کول ناممکن دي.
هغې دغه راز ویلي چې ایران پر سولهییزو اعتراضونو په وژونکي ډزو غبرګون ښيي او د خپلو خلکو ټولې ارتباطي لارې بندوي؛ نو باید د ایران حکومت سره اړیکې ونه رغول شي.

