د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په ګومل سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د ګومل پولیس سټېشن د سټېشن هاوس افسر (SHO) په ګډون لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.
چارواکي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو موټر د ګزمې پر مهال د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي بم ښکار شو.
د چاودنې له امله موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او ټول سپاره پولیس په کې وژل شوي.
ځایي چارواکو ویلي، چې تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

