ارمان افغان، حماسه میډیا
په ایران کې زرګونه مظاهرهچیان ورځ تر بلې په زیاتیدونکي شکل د اقتصادي ستونزو او د حکومت ضد غوښتنو په خاطر سړکونو ته د اعتراض په موخه راوځي، چې دا لړۍ ان د درېیمې اوونۍ لپاره هم دوام لري.
لومړنۍ مظاهرې د ژوند د سختوالي او اقتصادي فشارونو په اړه وې، خو اوس د اسلامي جمهوریت د بقا پر ضد د پراخو غوښتنو، د خلکو د صبر پای ته رسیدو نښه بلل کېږي.
د ایران امنیتي ځواکونو زرګونه کسان نیولي او سلګونه یې وژلي دي، همدارنګه د انټرنټ او تلیفون خدمات محدود شوي، څو د اعتراضونو لیدنه او رپوټونه محدود شي.
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی او د امکان تر حده یې د نظامي مداخلې نښې څرګندې کړي، خو شنونکي وايي چې د ایران قوي امنیتي ځواکونه او د رژیم ټینګ ملاتړ د هر بهرني اقدام اغیز لا هم محدودولای شي.
همدا رنګه د ټیلیګراف د معلوماتو له مخې، امریکايي پوځ سپینې ماڼۍ ته ویلي چې اوسنی پوځي حضور د داسې جګړې لپاره بسنه نه کوي او که واشنګټن بې له بشپړ چمتووالي برید وکړي، ایران به وکولای شي په چټکۍ سره د امریکا او د هغې د متحدینو پر اډو، بېړیو او ځواکونو په سیمه کې سخت غچ واخلي.

تر دې د مخه رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې په ایران کې د وروستیو کلونو د حکومتضدو تر ټولو لویو اعتراضونو د دوام او د امریکا د احتمالي مداخلې له امله، اسرائیل د لوړ تیارسۍ حالت ته داخل شوی دی.

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د تهران په غونډه کې د مقیمو بهرنیو سفیرانو پر وړاندې د هیواد د پراخو اعتراضونو په اړه وویل چې دا مظاهرې د «ترهګرو ډلو او داعش» فعالیتونه دي او «هغه څه چې اوس پیښیږي، مظاهره نه ده، بلکې د هیواد پر وړاندې ترهګریز جګړه ده.»
هغه همدارنګه وویل چې د ایران چارواکي د هغو غږیزو پیغامونو ثبتونه لري چې ترهګرو ته د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ډزو امرونه پکې ورکړل شوي دي. عراقچی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مظاهرهچیانو ملاتړ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله وبللې او خبرداری یې ورکړ چې هیڅ هیواد حق نلري د بشري حقونو یا اعتراضونو په بهانه پوځي ګواښ وکړي.

دا مهال ایراني حکومت هڅه کوي د ولس ملاتړ بیرته تر لاسه کړي چې ولسمشر مسعود پزشکیان هم خلکو ته د مظاهرو د نه ګډون او د “ترهګرو” په توګه د بهرنیو اغیزو یادونه کړې، خو په ورته وخت کې یې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کړي.

خو د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف امریکا ته خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام به یوازې د ایران په ځواب پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د امریکا او اسراییلو ستراتیژیکې پوځي اډې به هم د تهران د هدف په لېست کې شاملې شي.

شنونکي په دې ټینګار کوي چې ایران اوس له دوه اړخیز فشار سره مخ دی: له یوې خوا پراخ داخلي مخالفت، او له بلې خوا نړیوال فشار او د امریکا ګواښونه.
د اخوندي نظام اوږدمهاله بقا اوس نه یوازې په امنیتي ځواک پورې تړلې، بلکې په دې هم تړلې چې خلک د اقتصادي ستونزو او سیاسي محدودیتونو پر وړاندې څه اندازه زغم لري.
که حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، ممکن د سیاسي بې ثباتۍ او داخلي بحران خطر خورا زیات شي، او د اسلامي جمهوریت بنسټونه به په جدي توګه وازمایل شي.



