د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران په غونډه کې د مقیمو بهرنیو سفیرانو پر وړاندې د هیواد د پراخو اعتراضونو په اړه ویلي چې دا مظاهرې د «ترهګرو ډلو او داعش» فعالیتونه دي.
نوموړي ویلي: «هغه څه چې اوس پیښیږي، مظاهره نه ده، بلکې د هیواد پر وړاندې ترهګریزه جګړه ده.»
هغه همدارنګه ویلي چې د ایران چارواکي د هغو غږیزو پیغامونو ثبتونه لري چې ترهګرو ته د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ډزو امرونه پکې ورکړل شوي دي.
عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مظاهرهچیانو ملاتړ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله بللې او خبرداری یې ورکړی چې هیڅ هیواد حق نلري د بشري حقونو یا اعتراضونو په بهانه پوځي ګواښ وکړي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې په تیرو څو ورځو کې ۵۳ جوماتونه د معترضینو لخوا سوځول شوي دي.

