د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د لاریون کوونکو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «د هغو راپورونو له لوستلو سخت خواشینی او حیران شوی یم چې پکې ویل کېږي ایراني چارواکو د معترضانو پر وړاندې تاوتریخوالی او له حده زیات زور کارولی دی.»
نوموړي د ایران له چارواکو غوښتي چې په لویه کچه زغم وښيي او له غیر ضروري او نامتناسب زور کارولو ډډه وکړي.
ګوتریش همدارنګه د ایران له مسئولانو غوښتي چې «د معلوماتو د لاسرسي د تضمین لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول د انټرنېټي اړیکو د بیا ټینګولو له لارې.»

