باخبره سرچینو ایراناینټرنشنل ته ویلي چې تمه کېږي امریکا «په راتلونکو اوونیو کې» ایران په نښه کړي.
یادو سرچینو نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۱مه ویلي چې په تېره اوونۍ کې منځني ختیځ ته ډېر امریکایي پوځي تجهیزات لېږدول شوي او دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.
د سرچینو په وینا، اسرائیل به یوازې د امریکا له اقدام وروسته او هغه وخت په دې عملیاتو کې ګډون وکړي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر اسرائیل برید وکړي، یا د داسې برید د نیت څرګندې نښې ښکاره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په وروستیو ورځو کې څو ځله په ایران کې د احتمالي مداخلې په اړه خبرې کړي او د اسلامي جمهوریت چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې د معترضانو له ځپلو ډډه وکړي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې
«تروت سوشال» کې ولیکل: «ایران تر بل هر وخت ازادۍ ته نږدې شوی، او د امریکا متحده ایالات دې هیواد سره مرستې ته چمتو دي.»
تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې په ایران کې د وروستیو کلونو د حکومتضدو تر ټولو لویو اعتراضونو د دوام او د امریکا د احتمالي مداخلې له امله، اسرائیل د لوړ تیارسۍ حالت ته داخل شوی دی.
رویټرز زیاته کړه چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټیلیفوني خبرې کړي، او د راپور له مخې د ایران په اړه د امریکا د احتمالي مداخلې موضوع د دې خبرو اساسي محور و.

