د امریکا جمهوريپال سناتور لیندسي ګراهام د ایران د اعتراض کوونکو په ملاتړ د ډونالډ ټرمپ د نوي پیغام په بیا خپرولو سره لیکلي:«ښاغلی ولسمشر، لکه د تل په شان، تاسو سل په سلو کې سم وایاست.»
ګراهام ویلي، چې اوس باید د تل لپاره د ایران خلک ازاد شي او دوی اوږده کړاوونه ګاللي دي.
هغه دغه راز زیاته کړې:«مرګ د آیتالله پر حکومت.»
ګراهام په پای کې ویلي، راځئ چې ایران ته بیا ځل عظمت ور وګرځوو.

