د دوبۍ د فلایدوبۍ شرکت اعلان کړی چې د جمعې ورځ لپاره یې د ایران پر لور ټولې الوتنې لغوه کړې دي او ویلي یې دي چې وضعیت څاري او د شرایطو مطابق به په خپلو پروازونو بیا کتنه کوي او تنظیموي.
د دوبۍ د هوايي ډګر ویبسایټ د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ د دوبۍ څخه ایران ته لږ تر لږه شاوخوا شل الوتنې لغوه شوې دي، چې ډېری یې د فلایدوبۍ شرکت پورې اړه لري.
همدارنګه ترکیش ایرلاینز شرکت هم اعلان کړی چې د جمعې او شنبې په ورځو کې ۱۷ الوتنې د تهران، تبریز او مشهد ښارونو ته لغوه شوې دي.
د یادونې ده چې د الوتنو لغوې د ایران دننه د روانو وضعیتونو او شرایطو په خاطر شوي دي.

