د شاهزاده رضا پهلوي له لوري د خلکو تر پراخې بلنې وروسته او د ایران د خلکو د میلیوني حضور په تعقیب، د ایران مذهبي مشر علي خامنهای په توند بیان کې ویلي، چې «اسلامي جمهوریت د څو سوه زره شریفو انسانانو په وینو واک ته رسېدلی» او ټینګار یې وکړ چې نظام به د معترضینو پر وړاندې شاتګ ونه کړي.
خامنه ای وویل: د امریکا ولسمشر بېربطه خبرې کړې او ویلي یې دي که اسلامي جمهوریت داسې او هغسې وکړي، نو زه به د اغتشاشګرو او زیاناړونکو کسانو ملاتړ وکړم. هغه دې لاړ شي خپل هېواد دې سمبال کړي، ځکه خپل یې هم له ستونزو ډک دی.
ټرمپ دې پوه شي چې د نړۍ مستکبران لکه فرعون، نمرود، رضاخان او محمدرضا د خپل غرور په اوج کې نسکور شول؛ هغه به هم نسکور شي.
د ټرمپ لاسونه د زرګونو ایراني وګړو په وینو ککړ دي.
خامنهای، چې په همدې وخت کې د ایران پر خلکو د انټرنېټ سخت بندیز لګېدلی او ورځ تر بلې د معترضینو پراخ حجوم رامنځته شوی، معترضین یې «تخریبګر» وبلل او خپلو پلویانو ته یې د «چمتووالي او وحدت» د ساتلو امر وکړ.
نوموړي وویل، ملت به پر «هر دښمن» برلاسی شي.
دا څرګندونې د خلکو د بېساري پاڅون پر وړاندې د نظام د ژورې اندېښنې څرګندونه کوي، چې د هېواد په ګڼو ښارونو کې یې د واکمنۍ پر بنسټونو سخت فشار راوستی دی.

