یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماچادو سره...

ډونالډ ټرمپ:راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماچادو سره وګورم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري.

ټرمپ فاکس‌نیوز ته ویلي چې له دې لیدنې سره لېوالتیا لري.

نوموړي د هغې له‌خوا د نوبل سولې جایزې د وړاندیز هرکلی یې کړی دی.

ماچادو، چې د وینزویلا د مخالفانو مشره ده، ژمنه کړې ژر به خپل هېواد ته ستنه شي او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو ګټلو ته چمتو دی.

بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ښايي دا مهال د نیکولاس مادورو له حکومت سره همکارۍ ته ترجیح ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here