امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي سقوط امکان شته او واشنګټن به د تهران لهخوا د ولس پر ضد هر ډول تاوتریخوالي ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړي.
ټرمپ دا څرګندونې د فاکس نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، د ایران حکومت په تېرو کلونو کې پر خپلو بېوسلې خلکو ډزې کړي، هغوی یې د مرمیو تر باران لاندې نیولي، زنداني کړي او ان اعدام کړي دي.
نوموی زیاته کړې، چې ده اسلامي جمهوریت ته په ښکاره توګه خبرداری ورکړی، که بیا هم د خلکو پر وړاندې له زور او تاوتریخوالي کار واخلي، امریکا به پرې «ډېر سخت ګوزار» وکړي او دې اقدام ته بشپړ چمتووالی لري.
ټرمپ همدارنګه ویلي، که څه هم تر دې دمه ځینې پېښې رامنځته شوې دي، خو په ډېرو مواردو کې د خلکو مړینې د اعتراضونو پر مهال د ګڼهګوڼې او بېنظمۍ له امله شوې دي.
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران وضعیت د نړیوالو رسنیو او سیاسي څارونکو له نږدې څار لاندې دی او د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم په خپل اوج کې قرار لري.

