د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د تعرفو کمېټې د بازار د تنظیم او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
د یاد ریاست په وینا، د نوې پرېکړې له مخې د پلاسټيکي څپلۍ او بوټانو ګمرکي تعرفه چې پخوا ۳۰ سلنه وه، اوس ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
همداراز د پټاکۍ او کاغذباد تعرفه چې تر دې وړاندې ۱۰ سلنه وه، د پام وړ زیاتوالي سره ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د موسمي مېوو لکه ناک، انګور او توتزمیني تعرفه هم د کورني حاصلاتو د ساتنې په موخه په موسمي ډول له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د مالیې وزارت وایي، دا بدلونونه به د کورني بازار توازن، د ځایي تولیداتو ملاتړ او د غیرضروري وارداتو کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

