په ایران کې د بېکچې ګرانۍ پر ضد احتجاجونه نور هم تاوده شوي دي.
فارس خبري اژانس ویلي، د ایران په لردګان ښار کې مظاهرهچیانو پر پولیسو ډزې کړي، چې له امله یې ۲ امنیتي کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
مظاهرهچیانو د ښار د والي دفتر او نورو حکومتي ودانیو ته هم زیان رسولی.
ایران کې دا مظاهرې له ۱۱ ورځو راهیسې روانې دي، او د جګړو پر مهال د مړو شمیر ۳۵ ته رسیدلی دی.
راپورونه وایي چې په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۲۹۵ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا او اسرائیل د ایران په داخلي چارو کې د مداخلې او تشدد هڅو په تور تورن کړي دي.

