د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا یوازینی هېواد دی چې چین او روسیه ترې وېره لري.
نوموړي ادعا کړې چې که امریکا د ناټو غړی نه وای؛ نو دا پوځي تړون به بېاغېزې و او روسیې او چین به ترې هېڅ ویره نه لرله.
ټرمپ ویلي، د ده له راتګ مخکې د ناټو ډېری غړو هېوادونو خپل پوځي لګښتونه نه پوره کول؛ خو ده هغوی دې ته اړ کړل چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.
هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې اته جګړې یې پای ته رسولې او میلیونونه ژوندونه یې ژغورلي دي.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې که د ده مداخله نه وای؛ نو روسیه به پر ټول اوکراین واکمنه شوې وای، او ټینګار یې کړی چې که څه هم شک لري ناټو به د اړتیا پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي؛ خو امریکا به تل د ناټو تر څنګ ولاړه وي.

