د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرداريو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې کله ټرمپ خبرداری ورکوي؛ نو باید جدي ونیول شي.
ګراهام په خپلو څرګندونو کې د ایران د حکومت مشران تورن کړي، چې خپل ولس تر وېرې لاندې ساتي.
هغه ټینګار کړی چې د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به د ایران د واکمنانو لپاره ناوړه پایلې ولري.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اعتراضونو د پراخېدونکي ځپنې په اړه ویلي، چې د ایراني معترضانو پیاوړی هوډ د عدالت هیله ژوندۍ ساتي.

