یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهاحمد شریف چودري:په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ماحول ترهګرۍ ته زمینه برابروي

احمد شریف چودري:په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ماحول ترهګرۍ ته زمینه برابروي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) عمومي رییس احمد شریف چودري ویلي چې د ترهګرۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شوي، چې لامل یې هلته ترهګرو ته برابر شوی سیاسي ماحول دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د امنیتي حالاتو په اړه خبریالانو ته په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په دغه کال کې ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې له دې جملې ۱۴ زره ۶۵۸ په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره ۷۷۸ په بلوچستان او پاتې په نورو سیمو کې شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې او ۱۲۳۵ کسان چې پکې ملکي وګړي او د قانون پلي کوونکي ځواکونه شامل دي، وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here