بریټانیا کې یو ۳۰ کلن افغان پناهغوښتونکی، سهیل امیري، په ساوتهمپټن کې د څو جنسي جرمونو په تړاو محکمې ته حاضر شوی.
امیري د دوو ښځو پر جنسي تېري او د یوې بلې پر جنسي تېري د ناکامې هڅې تورونه منلي، همدارنګه د برېتانیا د کډوالۍ قوانینو د سرغړونې په جرم کې هم مجرم پېژندل شوی دی.
پېښې د روان کال د تلې میاشتې په لومړۍ او د لېندۍ میاشتې په څلورمه نېټه رامنځته شوې دي.
امیري هڅه کړې وه یوه ښځه په زور ښکل کړي؛ خو ښځې ځان ژغورلی او پولیسو ته یې راپور ورکړی دی.
نورو تحقیقاتو ښودلې چې نوموړی څو ځله نورو ښځو ته نږدې شوی او نامناسبې جنسي خبرې یې کړې دي.
د ساوتهمپټن محکمې قاضي، نیکولاس رولنډ، ویلي چې د تورن د سزا اعلان به د سلواغې په ۱۷مه ترسره شي او هغه باید د بند سزا ته چمتو وي.

