پاکستان او چين په يوه ګډه اعلاميه کې ټينګار کړی، چې د افغانستان له خاورې بايد د هېڅ هېواد پر ضد وسلهوال او ترهګريز فعاليتونه ترسره نه شي او د دې لپاره د «عملي او د باور وړ اقداماتو» غوښتنه شوې ده.
دغه اعلاميه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر ستراتيژيکو خبرو اترو وروسته خپره شوې، چې پکې ويل شوي ترهګرې ډلې لا هم د سيمهييز او نړيوال امنيت لپاره جدي ننګونه بلل کېږي.
اعلاميه کې دواړو لورو د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې يو ټولګډونه سياسي جوړښت رامنځته کړي، متوازنې پاليسۍ خپلې کړي، پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره د باور پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي.
چين د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د اقداماتو ستاينه کړې او دواړو هېوادونو د زغم تګلارې پر دوام، د امنيتي همکاريو پر پياوړتيا او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د خوندي کولو پر ګډو هڅو ټينګار کړی دی.

