د امریکا عدلیې ادارو یو افغان وګړی، عبدالله حاجيزاده، د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان جوړولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) په رسمي بیان کې ویلي، چې نوموړي د داعش ترهګرې ډلې په ګټه د برید د ترسره کولو نیت درلود او هڅه یې کوله چې د یادې ډلې لپاره دوه وسلې ترلاسه کړي.
د عدلي اسنادو له مخې، د امنیتي ادارو پر وخت استخباراتي معلومات د دې لامل شول چې یاد پلان له عملي کېدو مخکې شنډ شي او حاجيزاده ونیول شي.
د بیان له مخې، عبدالله حاجيزاده به د خپلې بند مودې تر بشپړېدو وروسته له امریکا څخه شړل کېږي او افغانستان ته به ولېږدول شي.

