د خیبرپښتونخوا د بنو په ډویژن کې د هدفي بریدونو په لړ کې نن سهار موټرسايکل سپرو وسلهوالو په جلا جلا بریدونو کې څلور پولیس په ډزو وژلي.
د پولیسو په وینا، دواړه بریدونه د څلورو ساعتونو په واټن کې ترسره شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د لکي مروت په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چېرته چې وسلهوالو پر ټرافیک پولیسو ناڅاپي ډزې وکړې او لږ تر لږه درې ټرافیک پولیس یې ووژل.
تر دې څو ساعته وروسته، په بله جلا پېښه کې یو پولیس د بنو په ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو.
چارواکو ویلي، بریدګر له پېښو وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.

