د پاکستان د سند ایالت د جامشورو ولسوالۍ په سیهوان سیمه کې له یوه کور څخه درې ښځې تښتول شوي دي.
د پېښې شاته د خوښې واده اړوند اختلافات ښودل شوي، چې د کورنۍ او ټولنیزو شخړو له امله رامنځته شوي دي.
سیمهییز چارواکي وایي، چې د پېښې دوه مشکوک کسان نیول شوي او د نورو د موندلو پلټنې روانې دي.

