د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې کابل ته یې سفر شخصي دی،؛خو موخه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.
نوموړي طلوع نیوز سره مرکه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ اړیکې کمزورې دي او جدي خنډونه پکې شته.
خلیلزاد د دوو امریکايي وګړو بندي کېدل د اړیکو پر وړاندې لویه ستونزه بللې او ویلي چې د هغوی د نیول کېدو لامل او د محکمې پرېکړه روښانه نه ده.
د هغه په وینا، د دې ستونزې حل به د افغانستان په ګټه وي.
هغه همداراز وویل چې د ګوانتانامو زنداني محمد رحیم قضیه تر څېړنې لاندې ده.
نوموړي ویلي، که څه هم افغانستان د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی، خو دا ناسم تصور دی چې افغانستان امریکا ته هېڅ اهمیت نه لري.
د ده په باور، د نړیوال مشروعیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د امریکا سره اړیکې مهمې دي.
خلیلزاد د نجونو پر زدهکړو بندیز د طالبانو حکومت د نړیوال حیثیت لپاره زیانمن بللی او ویلي چې د بګرام موضوع او د پاکستان سره اړیکې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
هغه هیله ښودلې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان اقتصادي پرمختګ وکړي، یو ټولګډونه قانوني چوکاټ رامنځته شي او د نجونو زدهکړې ته لومړیتوب ورکړل شي.

