د کابل او مسقط ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هوکړه شوې ده.
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د هوايي چلند او ترانسپورټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او دواړو لورو پر ګډو همکاریو ټینګار کړی.
چارواکي وایي، مستقیمې الوتنې به د مسافرو د تګ راتګ ترڅنګ سوداګریزې اړیکې هم اسانه کړي.
په همدې لړ کې، د عمان د ټرانسپورټ وزیر هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د ځمکني ترانسپورټ د همکاریو د پراخولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

