په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلان وایي، د ویزو د نه تمدید له امله اړ شوي چې خپلې لوړې زدهکړې نیمګړې پرېږدي.
دوی وايي، که څه هم د پاکستان د دولتي بورسونو له لارې دغه هېواد ته تللي، خو نږدې یو کال کېږي چې ویزې یې نه دي تمدید شوې.
د دغو محصلانو په وینا، ځینې هغه کسان چې د رخصتیو پر مهال افغانستان ته تللي وو، بېرته د تګ اجازه نه لري او له یوه یا څو سمسټرونو وروسته پاتې شوي دي.
هغوی زیاتوي، د قانوني اسنادو نشتون یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
محصلان شکایت کوي چې د ویزې د نشتون له امله روغتونونو ته لاسرسی نه لري او ځینې وخت د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ وي.
دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ویزې یې تمدید کړي، څو وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي.

