سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانهرات؛کبکان کلي کې د کور د چت نړېدو پېښه کې پنځه تنه...

هرات؛کبکان کلي کې د کور د چت نړېدو پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

د هرات د طالبانو حکومت د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي مړه شوي دي.

نوموړي ویلي، دا پېښه د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې درې او اوه کاله ښودل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، د یاد کور چت د پرله‌پسې بارانونو له امله نړېدلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here