د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي، سیاسي شننونکي او یو شمیر خبریالان په کابل ښاروالۍ نیوکه کوي چې په غیر مسلکي ډول د ښار د مهمو سیمو نومونه بدلوي.
د بیلګې په توګه د کابل ښاروالۍ په یوه تازه اقدام کې د « شهرنو» سیمه په نوي ښار، د «قلع فتح الله» سیمه په فتح الله کلا بدله کړې ده.
د چارو شننونکی او خبریال غلام جیلاني ځواک په ایکس پاڼې لیکلي: «ډير طالبان په خټه پښتانه دي، خو پښتني شعور نه لري!!!»
افغان خبریال پرویز ساپي پر فیسبوک لیکلي:«لسم ټولګي کې وم، یوه ورځ د پښتو استاد همدا د شهرنو خبره وکړه.
ویل یې، نه شو کولی چې شهرنو ته نوی ښار ووایو.
که داسې وي بیا به یې انګلیسي کې نيو سیټي وایو چې اصلن شونې نه ده.»
ښاغلي ساپي سپارښتنه کړې چې لارښود لیک دړو کې باید ژبې، تاریخ، کولتوري ارزښتونو او نورو مهمو مسایلو ته جدي پام وشي.
خو بل لوري شاه محمود کډوال ددې پریکړې هرکلی کړی او پر فیسبوک یې لیکلي:« په پښتو کې د ( نوي ښار ) ترکيب د هېواد په ډېرو سيمو کې شته ( پېښور کې نوښار دی) او په خپله کابل کې هم ډېر پخوانی دی. دا ځای هم دومره لرغونی نه ښکاري، چې پښتو نوم دې ورته هېښند وي.»
ښاغلي کډوال لیکلي چې بايد ټول نومونه د ژبني عدالت پر بنسټ وليکل شي.
کابل ښاروالۍ تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

