یو شمېر شنونکي وایي، چې افغانستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د امنیتي تاوتریخوالي، له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو، د تورخم د پرلهپسې تړل کېدو او د بشري ستونزو شاهد و، چې د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت یې ژور اغېز وکړ.
د دوی په وینا، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د بېساري ترینګلتیا تر کچې ورسېدې.
هغوی ویلي، د کال په بېلابېلو میاشتو کې پاکستاني الوتکو د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کنړ او ننګرهار کې بمبار وکړل، او حتی په لومړي ځل یې د افغانستان زړه کابل وویشت، چې دې چارې سخت غبرګونونه راوپارول.
د شنونکو په باور، پاکستان دا بریدونه د خپلې خاورې پر ضد د وسلهوالو ډلو د موجودیت په نوم توجیه کړل، خو د طالبانو حکومت دا کړنه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه وبلله.
د دوی په خبره، ورپسې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله درنې نښتې وشوې، چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
شنونکي ویلي، چې د دغو نښتو له امله د تورخم مهمه سوداګریزه او ترانزیټي دروازه څو ځله وتړل شوه او لاهم بنده ده.
د شنونکو په وینا، د تورخم تړل کېدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړه، زرګونه باروړونکي موټرونه بند پاتې شول او مسافر له جدي ستونزو سره مخ شول.
هغوی دغه راز زیاته کړې، په همدې حال کې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل هم دوام وکړ، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بېوسه بېرته هېواد ته راستانه شوې او د سرپناه او کار له نشتوالي سره مخ شوې.
شنونکي زیاتوي، په سیاسي برخه کې، د طالبانو حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري نه دی په رسمیت پېژندل شوی، خو د سیمې له ځینو هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.
بل لورته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د فقر او بېکارۍ کچه لا هم لوړه ده.
شنونکي وایي، د ۲۰۲۵ کال پېښو وښودله چې افغانستان لا هم د امنیتي ګواښونو، له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو او اقتصادي ستونزو په منځ کې قرار لري، او د سیمې ثبات به د راتلونکو کلونو لپاره یوه جدي ننګونه پاتې شي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د «اسلامي امارت» لپاره د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د نړیوالو اړیکو د پراختیا په لړ کې روسیې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژاند، چې دا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په بهیر کې یو مهم بدلون بلل کېږي.
د هغه په وینا، د همدې پرمختګونو تر څنګ د ریاستالوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه هم ترسره شوي دي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، چې دغه سفرونه د اقتصادي همکاریو پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیک تعامل په موخه شوي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي، چې افغانستان د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ برخه کې له بدیلو لارو کار اخلي.

