د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» لپاره د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
نوموړي څرګنده کړې، چې د نړیوالو اړیکو د پراختیا په لړ کې روسیې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژاند، چې دا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په بهیر کې یو مهم بدلون بلل کېږي.
د هغه په وینا، د همدې پرمختګونو تر څنګ د ریاستالوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه هم ترسره شوي دي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، چې دغه سفرونه د اقتصادي همکاریو پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیک تعامل په موخه شوي.

